کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د اپین پلورونکو ټغر ورټول کړی دی.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، د ترینکوټ د اپین پلورونکو او پېرودونکو لسګونه سیمې د پولیسو له لوري وتړل شوې.
دغه اقدام په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کرکیلی د مخینوي په پار د عالیقدر امیرالمومنین په لارښونه ترسره شو.
د روزګان د پولیسو یوې سرچېنې باختر آژانس ته وویل چې د نشه يي توکو له پلورونکو سره قانوني چلند کېږي.
ع