خبرونهټولنه

په بغلان کې د کبانو د ښکار مخه ونيول شي

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په بغلان کې د کبانو د بې رحمانه ښکار د نه مخنيوي په صورت کې ډېر ژر په دغه ولايت کې د زياتو کبانو نسل له منځه ځي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د کبانو ښکار د زهري توکو او د اوبو د برېښنايي کولو له لارې د کبانو نسل له منځه ځي او د کبانو دغه شان ښکار له څو کلونو راپديخوا زيات شوي دي چې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې د مسوولينو د اندېښنې سبب شوى دى که چېر ې د کبانو د ښکار مخه ونه نيول شي د بغلان په سيندونوکې د کبانو نسل ته زيات زيان رامنځته کېږي.
د بغلان د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رييس عين الدين کريمي د باختراژانس خبريال ته وويل چې په بغلان کې په زهرو او برېښنا سره د کبانو د ښکار په مخنيوي کې د خلکو او د امنيتي بنسټونوهمکاري کمزورې دي.
کريمي وويل چې په بغلان کې د اندراب ، سرخاب، خنجان، بغلان اوخيلاب سيندونه ډول ډول کبان لري .
د بغلان د تاله اوبرفک ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى ملا امين وويل چې دوى د سرخ اب سيند ته څېرمه ژوند کوي او د کبانو له ښکار سره مينه لري . خوهيڅکله د اوبو په زهري کولو اوله جنراتور څخه په استفادې سره د کبانو ښکار نه کوي بلکې په جال او چنګک ښکار کوي.
د تاله اوبرفک ولسوالۍ دغه اوسيدونکى په زهرو او د جنراتور په واسطه د کبانو د ښکار د ناوړو اغيزو په بيانولوسره وايي چې دغه کار د بغلان په سيندونوکې په نورو څارويو ناوړه اغيزه کوي چې د دغه شان ښکار روښانه خطرونه دي چې د ابي سپي نسل له منځه تللى دى.
هغه له اړوندو بنسټونو وغوښتل چې د کبانو د ناوړه ښکارد مخنيوي او د کبانو د نسل د دوام په خاطر د سرغړونکو په نيولو اقدام وکړي .
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت وويل چې له امنيتي بوختياو سره سره دوى په دې برخه کې سخت چلندکوي خو تر هغه وخته پورې چې خلک د دغه شان ښکار د مخنيوي په خاطر همکاري ونه کړي پوليس يواځې نه شي کولاى دغه ستونزه حل کړي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته