کابل / د وری ۱۹مه/ باختر
د بادغیس د سوداګرۍ خونې مسوولین او یو شمېر سوداګرې ښځې د دې مرکز د بیا پرانیستلو هرکلی کوي؛ خو وایي چې د پېرونکو د کموالي له امله یې زیان کړی دی.
دوی له اسلامي امارت او کورني او بهرني بنسټونو څخه د ښځو له پاره د غوره کاري فرصتونو برابرول غواړي.
صدیقه په دې خونې کې خیاطي کوي وايي چې ډول ډول کالي ګنډي؛ تر څو د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ لګښت بشپړ کړي؛ خو د مشتریانو د کمښت له امله د ورځې ۱۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. ځينې نورې ښځې هم چې په دې سوداګریزې خونې کې کار کوي د بازار له نشتوالي شکایت کوي.
د بادغیس د سوداګریزې خونې مسؤله عطیه توخي وایي چې ښځې د دې بنسټ په بېلابېلو برخو کې کار کوي، دا بنسټ ۵۶ دوکانونه لري، خو اوسمهال د سوداګرو ښځو د کمښت له وجې یې یوازې ۲۶ دوکانونه فعال دي.
همدارنګه د بادغیس د قلعه نو ښار د ښاروالۍ چارواکي وایي: چې دوی د سوداګرو ښځو ملاتړ کوي او هڅه کوي د دوی د کار د ښه والي له پاره له نورو موسسو سره همغږي رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې دا خونه درې کاله مخکې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
احمدزۍ