امنیت

يوتن په اعدام محکوم شو

دکابل ښار ددريمي حوزي ابتداييه محکمې نن يو تن په سختو مجازاتو محکوم کړ.

دباميانو ولايت اوسيدونکي حسين علي چې دموظف څارنوال له خواددشت برچي داسيدونکي شپاړلس کلني نجلې ضميرې دوژنې  تور ورباندې لگيدلي دي ددغې محکمې له  خوا په اعدام محکوم شو.

دباختراطلاعاتي  اژانس  دخبرله مخې  دابتدائيه محکمې په غونډه کې دمحکوم اتهام ليک دموظف څارنوال له خوا ولوستل شو اوپه هغه کې  څرگنده شوې ده چې  په خپله حسين علي دروان کال دليندي دمياشتې  په شپږمه نيټه پرضميرې دجنسي تيرى نيت درلود چې دضميرې له مقاومت سره مخامخ شو او وروسته يې دسرپه پړونې سره زندي کړې ده.

دکابل ښار ددريمې  حوزي دابتدائيه محکمې رييس قاضي صفي الله  مجددي دلګول شويو تورونو له اوريدو وروسته حسين علي چې دجنسي تيرۍ نيت يې درلود  په اووه کاله  تنفيذي بند او دا چې په وژنې يې لاس پوري کړي دي په سختو مجازاتو يعني اعدام محکوم کړ.

 محکوم شخص دځان پرخلاف دلګيدلي تورونه رد کړل او څرگنده يې کړه کله چې وژنه شوې وه دميدان وردکو ولايت دبهسودو په ولسوالۍ کي و.

ټاکل شوې ده دمحکوم دوسيه په بله محکمه  کې تر غور اوڅيړنې لاندې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته