٢٨ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :
دبغلان ولايت امنيه قوماندانۍ نن يوه اندازه وسلې اومهمات دوسلو دراټولولو کميسيون ته وسپارل .
دبغلان ولايت دامنيه قوماندانۍ ويندوى احمدجاويدبشارت دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل شل تومانچې ، يوه غيرفعال ماشينگڼه ، دوه کره بين ټوپکونه ، يو موش کوش اويوه اندازه ډول ډول مهمات چې ددوشي ، خنجانو، نهرين اومرکزي بغلان له ولسواليو دجلاجلا عمليات په بهيرکې څخه دپوليسو له خوا ضبط او راټول شوي و دوسلو دراټولولو کميسيون ته وسپارل شول.