کابل باختر دمرغومي دولسمه :
په فارياب ولايت کې دنجونو ديوې ليسې مدير تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
دخواجه سبز پوش ولسوالۍ عبدالله معصومي دباختراژانس خبريال ته وويل دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ د غذاري دنجونو دليسې مدير ملا جان محمد دماخستن دلمانځه له اداکولو وروسته خپل کور ته څيرمه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شو .
معصومي زياته کړه چې دپيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او پوليسو ددغې وژنې دعاملانو دنيولو په لټه کې دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ