تر ٢٠١٤کال پوري دافغانستان دکانونو سکتور دهيواد دملي ناخالص محصول په سلو کې له دوه څلويښتو څخه تر پنځه څلويشتو پوري تشکيلوي .
دکانونو وزارت د اټکل او دهيواد دکانونو دوزير وحيد الله شهراني د څرګندونو له مخې ، چې بهرنيو رسنيوته ويلي دي دافغانستان دتيلو او منرالي موادو له درکه تر ٢٠١٦ کال پوري به يو نيم مليارده ډالره ترلاسه شي .
دکانونو دوزير د څرګندونو له مخې ، دغه شمير به تر ٢٠٢٤ کال پوري څلورو ملياردو ډالروته رسيږي .
دغه راز شهراني ويلي دي چې دمنرالي زيرمو په څلورو پروژو کې چي مس او سره زره پکې موجود دي داوطلبي کيږي او د ملوب ، وينيم او ليتم کانونه نړيوالې داوطلبي ته وړاندې کيږي . او له بهرنيو پانګه والو څخه غوښتنه کيږي چې په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي .
دکانونو دوزير د څرګندونو له مخې ، له چين او هند سره د تړونونو لاسليک کول د کمپنيو د تخنيکي ځواکمنتيا له مخې او دافغانستان دګډو له مخې شوي دي .
ده زياته کړه چې پاکستانيان هم کولي شي په هره برخه کې پانګه اچونه وکړي . او دافغانستان دروازي ددوى پرمخ پرانستي دي .