خبرونهفرهنګTOP

هرات کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنې شوې تاریخي آبدې بیا رغول کېږي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې آغا خان بنسټ په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنو شویو تاریخي آبدو د بیا رغولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر له رئیس اجمل میوندي سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د تاریخي آثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په خبره یې باید موسسې او بنسټونه دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي د هرات د پنځم منار جام چارې مهمې وبللې او د کار په چټکتیا یې ټینګار وکړ.

ورته مهال په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر رئیس اجمل میوندي وویل په دغه ولایت د اولې درجې تاریخي آبدو رغول یې لومړیتوب دی او هڅه کوي چې د زلزلې له کبله زیانمنې شوې تاریخي آبدې په تخصصي توګه ورغوي.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې په هرات کې زوروې زلزلې په ځاني او مالي زیانونو اړولو سربېره د دغه ولایت یو شمېر تاریخي آبدې زیانمنې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته