خبرونهټولنهروغتیا

نیمروز کې  ۶ ټنه  تاریخ تېره توکي وسوځول شول

کابل، د  لېندۍ ۲۸مه، باختر

د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولین په دغه ولایت کې د ۶ ټنه تاریخ تېره توکو د سوځولو خبر ورکوي.

د یاد ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په یاد ولایت  کې د بې کیفیته توکو د راټولولو بهیر پیل شوی چې په پایله کې ۶ ټنه تاریخ تیره توکي راټول او د دغه ولایت د محکمې د حکم له مخې د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې وسوځول شول.

مسوولینو وویل، چې د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ عمده او پرچون پلورونکو ته د ټیټ کیفیت او تاریخ تېره درملو د پلور د مخنیوي په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم په لسګونه تاریخ تېره توکې راټول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته