خبرونهامنیتورزش

نورستان؛ مرکزي بندخونه کې د بندیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۲ مه، باختر

 د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت، د یاد ولایت د بند خونې له آمریت سره په همکارۍ د بندیانو ترمنځ د څلورو لوبډلو د والیبال سیالۍ پیل شوې.

 دغه سیالۍ چې درې ورځې به دوام وکړي، حماس، ټایګر، کوهستار او والینار لوبډلو پکې ګډون کړی. 

د سیالیو په پیل لوبه کې حماس او ټایګر لوبډلې سره ولوبېدې، چې د ۰-۲ په توپیر د حماس لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو سره مبارزه د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته