د هيواد دتکواندو د ملي ټيم ورزشکارانو دسروزرو د يو مډال اودژيړو ديو مډال په ګټلو سره د لندن د ٢٠١٢ کال المپيک سياليو ته دګډون جواز ترلاسه کړ.
دباختر اطلاعاتي اژانس دخبر له مخې : دغه سيالۍ چې د ٢٠١١ميلادي کال د نوامبر له پنځه ويشتمې نيټې څخه تر اووه ويشتمې نيټې پوري د اسيايي هيوادونو د ورزشکارانو ترمنځ په تايلند کې پيل شوې وې ، افغان ورزشکار نثار احمد بهاوى دسرو زرو مډال او روح الله نيکپا د ژيړو مډال ترلاسه کړ اود لندن د ٢٠١٢ کال د المپيک سياليو ته يې لارو موندله .
خبرځاى زياته کړه ټاکل شوې ده په دغو سياليو کې دوى افغانې ورزشکارې نجونې هم نن يا سبا په دې څانګه کې لوبه وکړي .