خبرونهنړۍ

مسکو له کیف څخه د وروستي برید د پلان جوړونکو د نیولو غوښتنه کړي

نړۍ، د وري ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې اعلان وکړ، چې د دغه وزارت څېړنې ښيي، چې مسکو کې د وروستي ترهګریز برید ریښې په کیف کې خړوبېدلې او کیف باید په دغې برخه کې ځواب ووایي.

مسکو له کیف څخه غوښتي، چې برید کې ښکېل کسان ونیسي او دوی ته یې وسپاري.

د بهرینو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې، چې دغه برید کې د اوکراین د ملي امنیت د خدماتو مشر واسیل مالجوک هم لاس لري او باید روسیې ته وسپارل شي.

مسکو هغه برید د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۲ مه نېټه ترسره شوی و او سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د برید په لومړیو وختونو کې روسي پولیسو پېښه کې ښکېل کسان اوکراین سره پر پوله ونیول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته