خبرونهفرهنګTOP

محمد طاهر زهير: د جام څلي د ټينګښت کار بايد ژر پيل شي

۳۶- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن په افغانستان کې د يونسکو د فرهنګي برخې او د (الف) بنسټ له مسوولینو سره په غونډه کې، د غور د جام څلي د ټينګښت کار د ژر تر ژره پيل کېدو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ويډيو کنفرانس له لارې ترسره شوه؛ د لرغونپوهنې رييس نورآغا نوري، د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس ډیپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او دغه راز د 012 قطعې استازی ګډون لاره.
په غونډه کې لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د جګړې په ساحو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره د نړيوالې اتحاديې (الف) او د يونسکو د همکاريو قدرداني وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې يونسکو په تېرو دوو کلونو کې د جام څلي د ټينګښت په برخه کې عملي اقدام نه دى کړى او هم جام څلى په ښه وضعيت کې نه دى.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له يونسکو څخه غواړي، په راتلونکې غوڼده کې چې ۱۰ ورځې وروسته به جوړه شي، د جام څلي د ټينګښت په برخه کې خپل عملي پروګرام اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندې کړي او د جام څلي د پروژې عملي کار دې د راتلونکي کال په پسرلي کې پيل کړي.
دغه راز په غونډه کې د يونسکو د فرهنګي برخې مسوول ژمنه وکړه چې د جام څلي د ټينګښت عملي کار به په راروانو دوه – درې مياشتو کې پيل کړي.
په همدې ترتيب د (الف) بنسټ استازي هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې ياد بنسټ د افغانستان د فرهنګي ميراثونو او تاريخي آبداتو د ساتنې په برخه کې پر ١٢ پروژو کار کړى دى؛ پر دې سربېره د جام څلي د ساتنې لپاره يې ٢ ميليونه ډالر مرسته کړې ده او په دې برخه کې زياتو همکاريو ته چمتو دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته