خبرونهټولنه

فاریاب کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خانچهارباغ او اندخوی ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په خبره، لومړۍ پېښه په خانچهارباغ ولسوالۍ کې د لوکسل او سراچې موټر د ټکر له امله ۳ تنه مړه او ۶ تنه ټپیان شوي او دغه راز اندخوی ولسوالۍ کې یو ۵ کلن ماشوم موټر وهلی او مړ شوی دی.
چارواکو د یادو پېښو د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته