پيښور ډي ډان باختر د وږي دمياشتې ٢٤
طالبانو پرون د يوې پروژې اته تنه کارکونکې د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې آزاد کړل ، دغه کارکونکي تيرکال تښتول شوي وو .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دخيبر پښتونخوا ايالت دګوند ويندوى تاييد کړه چې ټول اته تنه نښتول شوي کارکونکي آزاد شوي دي .
په نښتول شويو کسانو کې يو افسر ، دانجينير يو مرستيال ، څلور تنه امنيتي پرسونل او دوه تنه نور کارکوونکې شته چې د تيرکال د زمري دمياشتې په څلورمه نيټه کله چې دجنوبي وزيرستان دټانک ښارته روان وو، وتښتول شول .
دتيرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ داستخباراتو ،اردو او دمهمو سياسي ګوندونو رييسانو په يو عمومي کنفرانس کې ګډون وکړ او له ياغي طالبانو او بنسټپالو سره د ديالوګ دپيل لپاره چې له دولت سره په نښتې بوخت دي دګوندونو د غونډې غونښته وکړه.
دطالبانو ويندوى د خبرو دوړانديز هرکلى وکړ او نه تاييد شوي رپوټونه خپاره شول چې دطالبانو عالي شورا د دغه وړانديز د څيړنې په خاطر غونډه کړې ده.
0 1 دقیقه لوستل