خبرونهورزش

رحیمي کرکټ لوبډلې په روزګان کې د پيل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه

 کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر

د روزګان مرکز ترینکوټ کې د زرغون افغانستان جام ۲۷ ورځنۍ د کرکټ سیالۍ د رحیمي کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د زرغون افغانستان جام دغه ۲۷ ورځنۍ سیالۍ په روزګان کي د یو فعال ځوان شمس الله شمشاد په مالي لګښت جوړې شوې وې، چي ۹ نهه کرکټ لوبډلو پکښې برخه اخیستې وې او د رحیمي کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه جام د پای لوبې په مراسمو کي کرکټرانو او ځوانانو د شمس الله شمشاد څخه چي دغه سیالۍ يې په لاره اچولي وې مننه وکړه او هیله یې وښوده چي روزګان کي نور ځوانان هم د لوبغاړو او مینوالو د تشویق په پار د لوبغاړو لپاره د کرکټ او ورزش په نورو برخو کي سیالۍ په لاره واچوي.

په یادو سیالیو کي د حکیمي کرکټ لوبډلې مالک حکمت الله حکیمي د خپلو خبرو پر مهال په روزګان کي د کرکټ بورډ د مسوولینو څخه په دغه ولایت کي د کرکټ د لوبغالي او یو روزن ځای، چي دا مهال شتون نه لري او لوبغاړي د ګڼو ستونزو سره مخ دی، د جوړولو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه موږ اړتیا لرو چې ارزګان کې د نورو ولایتونو په څېر، دلته د کرکټ لوبغالي او روزن ځای ولرو؛ خو په خبره یې چي هیڅ یو چارواکې دې چارې ته د سمون لار نه ده پیدا کړې.

د یادوني وړ ده چي دا مهال روزګان کې، د ماشومانو ښوونځیو او مدرسو ته د تګ او تشویق په موخه د فوټبال لوبي د یونیسف په مالي ملاتړ روانې دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته