خبرونهاقتصادTOP

د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د کمال خان بند د لاندېنۍ برخې کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومي ۱۶مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د کمال خان بند د لاندېنۍ برخې کانال د جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: د کمال خان بند د لاندېنۍ برخې کانال د جوړولو چارې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د نیمروز د یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شو.

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس قاري عبدالهادي هادي، ویلي چې د دغه کانال په پرانېستلو سره به نیمروز ولایت ته اوبه په چټکۍ سره ورسېږي او د لښکرګاه په کانال کې د یاد کانال د اوبو په بهېدلو سره به د یاد ولایت د خلکو اړتیاوې پوره شي.

یاد کانال چې د کمال خان بند اوبه د نیمروز مرکز زرنج ښار ته لېږدوي؛ ۱۴ کیلومتره اوږدوالی او ۲۵ متره سور لري چې چارې یې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته