سیاستخبرونهTOP

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین، د پاکستان سفارت له مرستیال سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او کفیل په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې پاکستان کې د کډوالو په ستونزو، تګ راتګ کې په آسانتیاوو او ځانګړي ډول سږکال د هغو افغان کډوالو په تړاو د ویزې او نورو اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړي چې د حج فریضې ادا کولو لپاره یې داخله کړې ده.

مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي او د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو پورې دوی ونه ځورول شي.

نوموړي همدا راز د افغان حاجیانو د راتګ او بېرته تللو په اړه هم د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال پاکستان سفارت مرستیال شارژدافیر جنید وزیري افغان حاجیانو ته د تګ راتګ آسانتیاو برابرولو لپاره چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه، چې د کډوالو د وېستلو لپاره تراوسه وروستی ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی، یوازې د معلوماتو راټولولو پرېکړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد اړین موضوعات به له اسلام آباد سره شریک او د هغوی له لارښوونې سره سم به یې په اړه اقدامات ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته