خبرونهامنیت

د کندز په سلګونو اوسيدونکو د طالبانو پرخلاف پاڅون وکړ

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په سلګونو اوسيدونکو د وسله والوطالبانو پرخلاف په وسله وال پاڅون پيل وکړل.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د اقوامو ځوانانو د دغې ولسوالۍ مقرکې راټول شول او د وسله والو طالبانو پرخلاف يې وسله وال پاڅون پيل وکړل.
يو پاڅون کوونکى وويل تر څه وخته پورې صبر وکړو، موږ هر يو اوربند وايو اود قطر سولې ته هيله من يو، خو وسله وال طالبان له موږ څخه قرباني اخلي، له دې وروسته يوه شيبه هم غلې نه کېنو، خو د طالبانو پرخلاف مبارزه کوو .
په همدې حال کې د حضرت امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي وويل چې دولت به له هغوى څخه ملاتړ وکړي او له ټولو خلکو يې وغوښتل چې په جدي ډول د ځان او مال د ساتنې لپاره دې د وسله والوطالبانو پرخلاف پاڅون وکړي چې د دوى ځان اومال خودي شي.
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته