سیاستTOP

  د کندز د خان اباد برېښنا بند د ډیزاین او جوړولو پروژې په ګډون د امنیت، روغتیا او زېربنا سکتور د مهمو پروژو منظوري

کابل / د زمري ۱۹ / باختر
د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره او د کندز خان اباد برېښنا بند د ډیزاین او جوړولو پروژې په ګډون د امنیت، روغتیا او زېربنا سکتور پروژو په ګډون د ۴۸ تدارکاتي مواردو له ارزولو وروسته یې ۴۰ موارد منظور کړل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د کمېسیون په دې ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، جمهورريیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار  او د هغه د ارزولو په موخه د یوې کمېټې د ګومارلو لارښوونه وکړه.
د ملي تدراکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو او د مشرانو جرګې څارونکو هم ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته