خبرونهاقتصاد

د کابل په مربوطاتوکې ٧٧ زره جريبه څړځايونه سروې شول

٤٣- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د ښارجوړولو اواراضى وزارت په هېواد کې د څرځايونو د سروې، نښې کولواو ثبتولو د تطبيق په دوام تراوسه په کابل کې ٧٧٩٨١جريبه څړځايونه د کابل په مربوطاتو کې سروې اوثبت کړي دي .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ د څړحايونو د سروې، نښه کولواوثبتولو د کار له پيل څخه تراوسه د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې پنځه ميليونه پنځه شپيته زره اووه سوه يوجريب څرحايونه سروې او ثبت شوي دي.
د ښار جوړولواواراضى وزارت د هېواد په کچه ټول څړځايونه د ملي پانګې په توګه د معقولې استفادې ، د مالدارى د ودې ، اقتصادي بسياينې ، اوخلکو ته د کار د زمينو د برابرولو په مقصد د دولتي اوعامه ځمکو په بانک کې ثبت اوسروي کوي.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته