امنیت

د کابل د چارآسیاب د ابتداییه محکمې سرپرست د سختو ټپونوله امله ومړ

کابل / د زمري ۱۹ / باختر
ستره محکمه نن اعلام وکړ چې د کابل د چارآسیاب ولسوالۍ د ابتداییه محکمې سرپرست محمد سالم له سختو ټپونو وروسته ومړ.
محمد سالم تېره اوونۍ د دندې د ترسره کولوپه وخت د ناپېژاندو وسله والوله لوري ټپي او پرون د سختوټپونوله امله ومړ.
هغه د کابل په پوهنتون کې د شرعیاتوپه څانګه کې زده کړې کړې وې او مخکې له دې د کابل د فرزې، قره باغ او چارآسیاب په ولسوالیوکې د ابتداییه محاکمې د قضايي غړی په توګه کارکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځوکې په هېواد کې د عدلي او قضايي بنسټونو یو شمېرکارکوونکي ترورشوي دي ،وروستی پېښې دوه څارنوالان وو چې دوه ورځې مخکې په ده سبزساحه کې ووژل شول.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته