سیاستخبرونهاقتصادTOP

د پکتیا د دولتي ادارو مسوولینو خپل کلني راپورونه وړاندې کړل

کابل، د وري ۱۳مه، باختر
پکتیا کې د ټولو امارتي ادارو رئیسانو، خپواکو آمرینو او مدیرانو د ۱۴۰۲ مالي کال د ترسره شویو کړنو راپورونه له پکتیا والي، مرستیال والي، امنیه قومندان او ګډونوالو سره شریک کړل.
د تیر کال په ترسره شویو کړنو کې د برېښنا ریاست له ۱۴۰۰۰ مشتریانو څخه د برېښنا ورکړې له لوري ۹۶۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړي.
د برېښنا رئیس مولوي سید انورشاه زیاته کړه پخوا یې ۳۰ سلنه د برېښنا ضایعات درلودل، چې اوس یې کچه ۶ سلنې ته راټیټه شوې.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وویل چې د دوی اړوند ترافیکو او پاسپورټ مدیریتونو د پاسپورټ ورکړې، موټرو ثبت او جوازونو ورکړې له اړخه یې په تیر مالي کال کې څه باندې ۳۱۷ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپارلې دي.
د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس وویل په تېر یوه کال کې یې د موسساتو لخوا ۵۵۰ میلیونه او د امارت له بودیجې څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ په بېلابېلو پراختیایي پروژو باندې لګولې دي.
همدارنګه د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تېر کال کې له بېلابېلو برخو څخه ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ترانسپورټ رئیس د خپلو کړنو او لاسته راوړنو کې له ترانسپورټي خدماتو څخه د ۳۴ میلیونو افغانیو عوایدو راټولولو او بودیجې ته د بانک له لارې سپارلو خبر ورکړ.
همدارنګه د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان وویل، چې دوی په تېر مالي کال کې له څو کلن ځنډ وروسته په دې توانېدلي د نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره او د وړانګې دولتي جریده چې په میاشت کې یو ځل چاپېده د تېر مالي کال له لومړیو څخه راپدیخوا هره میاشت دوه ځلي چاپ کېږي.
او دغه راز ځینو خصوصي رسنیو، چې د نشراتو له پیل څخه یې جوازونه نه درلود تمدید او نوي کړل او همدارنګه په تېرکال کې له خبریالانو سره د همغږۍ ۹ بېلا بېلې ناستې ترسره شوي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا ۱۰۰۰ تنه یتیم او بې وزله زده کوونکوي د زده کړو په موخه په تخفیف او نیمه تخفیف سره کورسونو ته ورپېژندل شوي.
په پای کې د ولایت مقام رهبري له لوري ټولو امارتي ادارو استازیو ته سپارښتنه وشوه، چې د نوي مالي کال پلانونه او موخې ښې تعقیب کړي او کړنو ته نوره پراختیا هم ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته