کابل/ د سلواغې ١٣ / باختر:
د پنجشير ولايت د پاسپورت ادارې فعاليت وځنډول شو.
فني ستونزه او د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ د لوى رياست لارښونه د دې ادارې د فعاليت د ځنډولو دليلونه بلل شوي دي.
د پنجشير د پاسپورټ ادارې مسوول احمدکبيرحماس باخترآژانس ته وويل چې له دوه اوونيو وروسته به د دې ادارې فعاليتونه بيا پيل شي.
د پاسپورت د ويشلو د بهير د ځنډولو پريکړه په کابل کې د دې ادارې د سيمه ييزو او مرکزي مسوولينو له غونډې وروسته نيول شوې ده.
\ ذ