خبرونهسیاستTOP

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.
په دغه کتنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
په ناسته کې په پاکستان کې د کډوالو په ستونزو خبرې وشوې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې پاکستان باید د افغان کډوالو ۴۰کلن کوربه توب او مېلمه پالنه په اوبو لاهو نه کړي او کډوالو ته وخت ورکړل شي، ترڅو په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه شي.
په ورته وخت کې د ياد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په دغه کتنه کې د پاکستان له ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل دیني او شرعي مسؤلیت له مخې د کډوالو په اړه غږ اوچت او په دغه هېواد کې له دوی سره د کېدونکي ناوړه چلند مخه ونیسي.
په همدې حال کې مولانا فضل الرحمن وویل چې افغانستان ته يې د سفر موخه دا ده، چې په ستونزو خبرې او د حل لپاره یې په ګډه هڅې وشي.
نوموړي زياته کړه، چې د کډوالو په موضوع کې د اسلامي امارت سره پوره همغږي دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته