خبرونهامنیتTOP

د وسله وال پوځ لوی درستیز: د اسلامي امارت مشران د یوه پرمختللي افغانستان د یووالي او عزت ساتلو په موخه شپه او ورځ کار کوي 

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر 

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ  کې په بدخشان کې د ملي پوځ له مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې پر مهال د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له ۸مې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه.

لوى درستيز د سرحدي منسوبینو د کار او فعاليتونو له ارزونې وروسته هغوى ته د نظم او ډسپلين د مراعاتولو ترڅنګ وويل چې (تاسو د جهاد سختې او ګرمې ورځې تر سر تېرې کړې دي، او اوس د هېواد د دفاع مرحلې ته داخل شوي ياست د اسلامي نظام ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د خدمت لپاره مو ګام پورته کړی؛ نو په دې برخه کې باید ستاسو پښې ونه لړزېږي او په لوړ هوډ سره د دغو ارزښتونو ساتنه وکړئ).

نوموړي زیاته کړه، د ملي دفاع وزارت مشرتابه ژمن دی، چې د ملي اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره د نظامي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته او زمینه برابره کړي. 

د وسله وال پوځ لوی درستیز د هغو ګنګوسې، چې ګواکې د هېواد بېلابېلو برخو ته يې د سفر په لاره کې خنډونه جوړ شوي بې اساسه او د اسلامي امارت د دښمنانو منفي تبلیغات یاد کړل او ويې ويل چې د اسلامي امارت مشرانو د خلکو د خدمت په موخه زحمتونه ګاللي دي او د یو پرمختللي افغانستان د یووالي او عزت ساتلو لپاره شپه او ورځ کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته