امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۳۹ طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ۱۲ولایتونو کې ۴۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۷ نور یې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، روزګان، زابل، غور، فراه، بلخ، هلمند، کاپیسا او بغلان کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته