سیاستخبرونهامنیتTOP

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین فطرت د پاکستاني پوځي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د ردولو ترڅنګ دغسې ادعاوې د یاد هېواد د چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې فصیح الدین فطرت د افغانستان د خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز جنرال عاصم منير هغه څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب یې د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼلی و.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډول څرګندونې په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور اچوي.

په خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي د پاکستان خلک باید د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کېږي.

سرچینې ویلي د ملي دفاع وزارت ټینګار کوي، چې د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي، نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او اتلولۍ، چې څنګه يې د هېواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه، اوس هم په یاد لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته