کابل باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
د نشه يي توکو اومسکراتو پرخلاف د مبارزې دعدلي اوقضايي مرکز وياند وايي ؛ د روانې مياشتې په بهيرکې نهه پنځوس تنه چې ښځې او بهرني اتباع هم پکې شامل دي دنشه يي توکو دقاچاقو په تور نيول شوي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ له نشه يي توکو اومسکراتو سره د مبارزې د عدلي اوقضايي مرکز وياند احمدخالد موحد نن په يوه خبري غونډه کې وويل ؛ د سلواغې د مياشتې په بهيرکې دمسکراتو او د نشه يي توکو د جرمونو ٧٥ قضيې چې د دوو ميرمنو او ديوه ايراني تبعه په ګډون ٥٩ تنه پکې نيول شوي دي دغه مرکز ته رسيدلي دي چې دا مهال تر عدلي څيړنې لاندې دي.
ده وويل ؛ د دغو قضيو له جملې څخه ١٦ قضيې يې د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر پورې مربوطې دي چې قاچاق وړونکو غوښتل نشه يي توکي هندوستان ته ولېږدوي.
موحد وويل ؛ پنځه موټرونه ، يو موټرسايکل ، ٨٠ مبايلونه ، پنځه شپيته زره پنځه سوه افغانۍ او زر امريکايي ډالره هم له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي دي.
ده وويل د همدې مياشتې په بهيرکې دغه مرکز اووه تنه قاچاق وړونکي له دوو څخه تر شلو کلونو پورې د بند په سزا محکوم کړي دي.
د دغه مرکز وياند زياته کړه ؛ د سلواغې د مياشتې په بهيرکې يوويشت واسطې ، ٢٢ ميله وسيلې ، ٦٦ مبايلونه ، درې زره شپږ سوه کيلوګرامه هيروئين ، يو زرو اته سوه دوه اتيا کيلوګرامه چرس او ١٠٥ ليتره الکولي مشروبات کشف او ترلاسه شوي دي.
ده د جزا دکود په باب وويل چې، د جزا په کود کې د قاچاق وړونکو د سزا په خاطر يولړ بدلونونه رامنځته شوي دي چې دغو کسانو ته له شلو کلونو څخه تر ديرشو کلونو پورې د بند سزا په پام کې نيول شوې ده . پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل