کابل/ د کب ٣مه / باختر
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا فاضل مظلوم د منصوري قول اردو له لومړۍ لوا څخه په کتنه کې له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې له خلکو او ځوانانو سره ټينګې اړيکې او ښه تعامل ولري.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا فاضل مظلوم په خوست کې د منصوري قول اردو لومړۍ لوا وکتله.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د لوا د مسوولينو او کارکوونکو د ستونزو او وړانديزونو په اورېدو سره د خلکو د ښه امنيت تامينولو او خدمت کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې له خلکو او ځوانانو سره ټينګې اړيکې او ښه تعامل ولري.
\ ج