خبرونهورزش

د مرکز د زون د فوټبال د اتلوالۍ سیالیۍپه کابل کې پیل شوې

٣٥- کابل / د لیندۍ / ۱۸ / باختر
د افغانستان د مرکزي ولایتونو د فوټبال د اتلوالۍ سیالۍ پرون په کابل کې پیل شوې .
د هېواد د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د باختر اژانس خبریال ته وویل دغه سیالۍ د کابل ، بامیانو ، پنجشیر ، پروان، کاپیسا او د لوګر د لیګونو د اتلانو په ګډون پیل شوې دي .
مشعوف وایی په دغو سیالیو کې له کابل څځه د استقلال، له پروان څخه د جبل السراج ، له پنجشیر څځه د افق سبز ، له بامیانو څخه د ماما نجف بنسټ ، له کاپیسا څخه د محمد حنیف او له لوګر څخه د اتحاد ټیمونه ګډون لري .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته