خبرونهاقتصادTOPټولنه

د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي چوپړتیاوو ۴۰۰ میلیونه افغانیو ورکړه ومنل شوه

کابل، د وري ۱۹مه، باختر

د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي مالي چوپړتیاوو له لارې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو د ورکړې طرحه د کرنې د پراختیا صندوق د مدیره پلاوي په غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې ومنل شوه.

په دې غونډه کې د غوښتونکو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي بانک او افغان یونایټډ بانک ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار په موخه د اسلامي مالي خدمتونو له لارې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو ورکړه ومنل شوه.

یاد اسلامي مالي خدمتونه د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د ټاکل شويو معیارونو سره سم غوښتونکو لپاره ورکول کېږي.

په دې غونډه کې د کرنې د پراختيا صندوق رييس انجنير عبدالغفور غفاري، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني او د کرنې او مالدارۍ د برخې یوشمېر کارپوهانو هم شتون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته