خبرونهاقتصادټولنهTOP

د مالیې وزارت له لوري د ۱۴۰۳ مالي کال لومړنۍ حواله اجرا شوه

کابل، د وري ۱۵مه، باختر
مالیې وزارت، د ۱۴۰۳ مالي کال د لومړنۍ حوالې د اجرا کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي: ” د عالیقدر اميرالمؤمنین حفظه الله له هدایت سره سم؛ د ۱۴۰۳مالي کال د لومړنۍ حوالې چک د مالیې وزارت د کفیل او مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد له لوري لاسلیک او اجرا شو. ”
ټاکل شوې ده د لومړنۍ حوالې له اجرا سره سم؛ د مالیې وزارت له لوري لومړی د امارتي ادارو د کارکوونکو د حمل (وري) مياشتې معاش او د ادارو اړین لګښتونه اجرا شي او بیا به د ملي بودجې له توشېح وروسته، د ۱۴۰۳ مالي کال د ټولو لګښتونو تأدیات په عادي ډول پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک، سر له سبا (د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵مې) څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې په ګډون، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د بانکي خدمتونو د کاري ساعتونو موده د سهار له ۷ بجو څخه د مازیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې غځولې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته