اسلام اباد باختر دتلي اووه ويشتمه :
دپاکستان په طاهر پير سيمه کې پر يوې ښځې يوې درې کسيزې ډلې تيرى وکړ.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې:
دغې ښځې پوليسو ته په يوه غوښتنليک کې ويلي دي: د يوه سناتور زوى له خپلو دوو دوستانو سره د جمعې په ورځ په زور سره د دې کورته ننوت او دا يې په موټرکې بل ځاى ته بوتله او تيرى يې پرې وکړ.
د همدې خبر له مخې د تورن د پلار يوشمېر پلويان د پوليسو په وړاندې راټول شوي او ويلي يې دي چې د ښځې ادعا حقيقت نه لري او بايد رسمي نه شي، ځکه دغې ښځې څو ځلې پر نوروکسانو دغه شان ادعا کړې ده.
پوليسو ويلي دي: پر دغې قضيې به د ډاکترانو تر نظريې وروسته تصميم ونيول شي.
0 1 دقیقه لوستل