اقتصادټولنه

د لمريز سولر د توليد پنځو کارخانو فعاليت پيل وکړ

١٩- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
د سولر د توليد ٥ کارخانې د هرات په صنعتي ښارګوتي کې په فعاليت پيل وکړ.
دغه کارخانې د خصوصي سکتور له خوا د ٢٥ميليونوډالرو په پانګې سره جوړې شوې دي.
د سوداګرى او صنعت د وزير نثار احمد فيضي او د هرات د والي سيد عبدالوحيد زاهد قتالي له خوا د اعتماد د لمريز سولر د توليدي شرکت له پرانيستلو سره جوخت له صنعت او سوداګرى څخه ملاتړ د افغانستان د دولت د ډير مهم لومړيتوب په توګه اعلام شو.
د سوداګرى او صنعت وزير د صنعت په برخه کې د پانګې اچونې په خاطر د خصوصي سکتور د علاقمندى د زياتوالي په خاطر خوښي څرګنده کړه او ويې ويل : د صنعت اواقتصاد په برخه کې پانګه اچونه د کار د رامنځته کېدوسبب کېږي او د امنيتي حالت په ښه والي کې اغېزمن دى.
د هرات والي د پانګې اچونې په چارو کې اسانتياوې او د کورنى توليداتو ملاتړ يو اساسي اصل وباله او له فساد سره د مبارزې او د ورته توليداتو له وارداتو څخه د مخنيوي په لاره کې د سيمه ييزې ادارې د پروګرامونو يادونه وکړه .
قتالي ډاډ ورکړ چې ټولې دولتي ادارې د پانګې اچونې حالت د ښه والې او د کورنيو توليداتو د ملاتړ په خاطر همکاري ته چمتو دي.
د دغو کارخانو د پرانيستلو په مراسموکې په داسې حال کې چې يوشمېر پانګه وال ، ملي سوداګر، يوشمېر دولتي مقامات او په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې د خلکو يوشمېراستازو ګډون کړي وو، د هرات د صنعت د خونو رييس حميد الله خادم په صنعتي ښارګوتي کې د کاناليزاسيون د جوړولو او د سړکونو د قيرکولو غوښتنه وکړه.
د اعتماد د لمريز سولر د توليد شرکت د هېواد د يوپېژندل شوي ملي سوداګر حاجي احمدشاه فقيري په پانګې اچونې سره جوړ شوى دى چې لسګونو تنو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده .
د دغو کارخانو د فعاليت په پيل سره څه ناڅه ١٠٠٠ تنو ځوانانوته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده .
د دغو کارخانو په جوړولو سره به په افغانستان کې له لمريزې برېښنا څخه استفاده زيات رواج شي او د هېواد بازارونه د دغو دستګاو له پلوه د نورو هېوادونو د وارداتو له اړتيا څخه به خلاص شي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ٣٠٠ توليدي کارخانې فعاليت کوي.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته