خبرونهاقتصادټولنه

د قندهار په پنجوایي کې ۲۰ شنې خونې جوړېږې

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د قندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ۲۰ شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ۲۰ شنې خونې د بې ‌سرپرسته کورنیو لپاره جوړېږي، چې مخکې له مخکې یې سروې شوې او موخه یې د کرنې عصري کول او بې ‌سرپرسته کورنیو ته عایداتي سرچینه برابرول دي.

سمون زیاته کړه، چې د یادو شنو خونو په جوړېدو سره به کرنه په عصري ډول سره پراختیا ومومي او تر ډېره حده به د یادې ولسوالۍ کروند‌ګر ورسره پرمختګ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې مخکې له دې هم په یاد ولایت کې د خیریه بنسوټونو له لوري ورته کرنیزې پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته