کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠:
د قندهارولايت د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
د قندهار دوالي ويندوى دواخان مينه پال دباخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغه خبر په تائيدولو سره وويل ، چې ددغه ولايت د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران تيره شپه د قندهار ښار دميرويس نيکه په سيمه کې دخپل کور په وړاندې د دوو تنو وسله والو موټرسايکل سپروله خوا په ډزو سره ووژل شو.
ده وويل پوليس ددغې قضيې دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې کوي سره له دې چې دحاجي باران د وژلو مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى خو طالبان ددغه تروريستي عمل مسوول بلل کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ