کابلباختردغويي١٠ مــــــــــــه
دفرضي حج د تنظيم د کميټى غونډه نن د جمهور رئيس د مرستيال او د دغې کميټې درئيس محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه
دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې لومړي دحج او او قافو وزير په روان کال کې د حاجيانو دنو مو نو دثبتولو د طرزالعمل په باب خبري و کړې او څرګنده يي کړه چې په دى طرزالعمل کى هڅه شوي ده د نو مو نو دثبتولو او ساده کولو په بهير کې دشفافيت درامنځته کولو په ترڅ کې د حج دزيارت کوونکو د وخت دضايع کيد و مخه هم ونيول شي
ورپسي د کميټې غړو په دى اړوند يو لړ پيشنهاد ونه او نظريې وراندې کړې اود هغې دمثبت څيړلو په ترڅ کى دحاجيا نو د نو مو نو په ثبتولوکې دزياتو اسا نتيا و درامنځته کول لپاره په پرنسيپ کى دغه طرزالعمل تاييد شو او دحج او او قافو وزارت يي مکلف کړ چى ددغو وړا نديزو نو دځينو مواد و په اړوند دغړو نظريي په پام کې ونيسې
دغه را ز کميټې دحج او اوقافو وزارت ته دنده وسپارله چى د ماليې وزارت سره په تفاهم کى دحاجيا نو دپيسو دداخلى دبانک په باب تصميم ونيسې
دغونډي په بله برخه کى د ترانسپورت او هوا يي چلند وزارت او دسودا ګرۍ خو نې د حاجيا نو د ټکټ د تما مي شوي بيې په باب خپل رپوټ کميټې ته وړا ندې کړل ، کميټې درپوټ له اوريدو وروسته يو ځل بيا دموضوع ارزښت ته په پا ملرني سره د ماليې وزارت ، دسودا ګرۍ د خونو ، داريانا، کام اير او صافى د هوايي شرکتو نو د استا زو په ګډون د ترانسپورت او ملکى هوا يي چلند وزارت موظف کړ چې دحاجيا نو دليږد ونې د تمامى شوي بيې په باب خپل نظر کميټې ته وړا ندى کړي
په دې غونډه کې د جمهور رئيس مرستيال اودد دغى کميټې رئيس محمد کريم خليلي دحج په تولو پړا و نو کې پرشفافيت باندي دټينګار په ترڅ کى څرګنده کړه چى د تيرو کلو نو تجربو ته په پا ملرني سره په روان کال کې بايددحج بهير په زيات مطلوبيت سره تر سره شي