سیاستخبرونهTOP

د عدلیې وزارت سرپرست: د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو موضوع په جدي ډول څېړل کېږي

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي له یو شمېر اهل هنود هېوادوالو سره په کتنه کې د هغوی د غصب شویو ځمکو په اړه خبرې وکړې.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې اهل هنود هېوادوالو هم د عدلیې وزارت سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د هغوی ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې غصب شوې دي.

هغوی زیاته کړه چې د خپلو غصب شویو ځمکو مشخصات به یاد کمېسیون ته واستوي.

ورته مهال مولوي عبدالحکیم شرعي له اهل هنود هېوادوالو وغوښتل ترڅو د خپلو غصب شویو ځمکو سندونه، قبالې، موقعیت او اندازه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون سره شریکې کړي ترڅو یاد کمېسیون موضوع وڅېړي.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ چې کمېسیون او ولایتي تخنیکي هیئتونه به يې، دا موضوع په بشپړ جدیت او دقت سره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې په تېر کې د زورواکو له لوري غصب شوې وې چې د وخت حکومتونو یې په اړه هېڅ اقدام نه و کړی؛ مګر اوس دغه موضوع د اسلامي امارت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له لوري په جدي ډول څېړل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته