خبرونهټولنهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست بلخ ته د سفر پرمهال د معیاري روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار کړی

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد بلخ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکتر قلندر عباد بلخ ته د خپل سفر موخه د شمال زون د عامې روغتیا له ریاستونو او دولتي روغتونونو د خدمتونو څخه له نږدې لیدنه، د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو ستونزې او غوښتنې اورېدل او ټول کاري پرسونل ته په یوشمېر برخو کې ډاډ ورکول یاده کړه.
ډاکتر عباد وویل، په تېرو شلو کلونو پرمهال په شمال زون کې روغتیا برخې ته هېڅ کار نه دی شوی، لرې پرتو ولسوالیو ته خدمات بېخي نه دي وړاندې شوي، خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ټولو ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
نوموړي تنګار وکړ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت پر اساس د عامې روغتیا وزارت او ولایتونو کې ریاستونه باید د خپل ځپل شوي ملت په هر کونج کې معیاري روغتیايي خدمات وړاندي کړي.
ورته مهال د بلخ والي نوموړي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چې شمال زون ته په دې موخه سفر ترسره کوي، ترڅو دلته د عامې روغتیا ریاستونو ستونزې او غوښتنې له نږدې واوري او په راتلونکي کې یادې ستونزې د ولس لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه حل شي.
نوموړي د بلخ حوزوي روغتون ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته