نړۍ

بريتانيا خپلې بې پيلوټه الوتکې له افغانستان څخه عراق ته ليږدوي

لندن فرانسپرس   باختر دتلې دمياشتې  ٢٦ :
بريتانيا په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې خپلې بې پيلوټه الوتکې له
افغانستان څخه عراق ته وليږدوي .
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند د خپل هېواد پارلمان ته وويل  چې  له دغو الوتکو څخه به  په عراق کې د داعش د ډلې پرخلاف مبارزه کې کار واخيستل شي .
د فرانسپرس خبري آ ژانس  دفيليپ هاموند له  خولې خبر ورکړ چې ويلې يې دي، همدا اوس له افغانستان څخه منځني ختيځ ته د بې پيلوټه الوتکو ليږدونه دوام لري .
دا لومړى ځل  دى  چې بريتانيا په افغانستان کې د خپل  ماموريت په پاى ته رسولو سره خپلې بې پيلوټه الوتکې په بهر کې ځاى پرځاى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته