کابل / د زمري ٢١مه / باختر:
په بلخ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو يوجګپوړي قوماندان له ١٨ افرادوسره يې په هوايي بريد کې ووژل شو.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د دهدادي ولسوالۍ د امام بکري پله او د سرې او برېښنا سيمو او د بلخ د چمتال ولسوالۍ په لويديځ کې د دوى د راټوليدو پرمرکزونو هوايي بريدونه وشول چې په پايله کې د ١٨وسله والو طالبانو په ګډون په تورکي مشهورملانبي ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
ويل کېږي د دغو هوايي بريدونو په پايله کې د دښمن زيات شمېر سپک او درانده جنګي وسايل له هم منځه وړل شوي دي.
\ ذ