خبرونهTOPټولنه

د راتلونکو ۳ ورځو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

 کابل، د کب ۱۹مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې (کب) مياشتې له ۲۰ څخه ۲۲ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (شمال، هریرود او هلمند) حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د سمنګان، بلخ، سرپل، میمنه، کوشک او کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress