نړۍ

روسيه دراکټي دفاع دوسلو درې کارخانې جوړوي

په  دفاعي چارو کې دروسيې  صدراعظم  مرستيال او له ناټوسره په اړيکو کې ددغه هيواد  دجمهوررييس ځانګړي استازي ديمتري راکوزمن دراکټي ضدوسلو دتوليد ددريو نويو کارخانو دجوړولو خبرورکړ.

په دغو دريو کارخانو کې  دتوغندي ضد او د دافع هوا توغنديو ضد راکټونه توليديږي  اوتوليدات يې دروسيې ددافع هوا ځواکونو په واک کې ورکول کيږي .

ديميتري راکوزمن څرګنده کړه چې روسيې په ټوليزه توګه پتيلې ده دوسلو

نوي کارخانې  جوړي  کړي  چې درې کارخانې يې دراکټي  ضد دوسلو دتوليد کارخانې دي .

داروپا دوچي دراکټي امنيت مساله دامريکا په گډون دروسيې او لويديځ داختلاف  وړ موارد دي  او مسکو اعلام کړي دي داروپا په وچه کې دامريکا دراکټي ضدتوغنديو دځاى پرځاى کولو په صورت کې به ورته ځواب ووايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته