کابل / دکب ٢١مه / باختر :
د لوړو زده کړو وزارت د خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد او د علمي تحقيقاتو د مرکز آمر پوهندوى ډاکټر احمد شاه محمدي په حق رسيدلى دى.
د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هيئت دارواښاد مړينه د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې يوه ستره ضايعه بولي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښاد ته د معفرت او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوي.
ختم- ج- اکرم