سیاستخبرونهTOP

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير: له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتوالی مو ستراتیژيک لومړیتوب دی

کابل، د کب ۷مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د وزیرانو شورا له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف سره وکتل.
په دې کاري ناسته کې، چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د ډیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لارې احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.
مولوي امیرخان متقي په دغه کتنه کې وويل چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او مالونو انتقالاتو کې د زیاتوالي په موخه باید افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل ته د ترکمنستان د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته راشي.
هغه له ترکمن لوري څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د رېل پټلۍ پرسونل ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان محصلینو ته د ترکمنستان بورسيې زیاتې شي.
متقي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه مالومات وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه، چې په نژدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي چارې پرانیزي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د هرات نورالجهاد سبسټېشن کې د کارونو د پرمختګ، هرات ولایت کې د برېښنا زیاتوالي او د ټاپ پروژې په اړه د افغان لوري د چمتووالي ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف په دغه کتنه کې پر ټولو اړوندو مسایلو له خپله اړخه رڼا واچوله.
هغه وویل، افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او دواړه ټیمونه به کار وکړي، چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې اسانتیاوې راشي.
مُرَدوف تیاری وښود، چې افغان محصلینو ته د برښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې کافي کار کړی دی او د دواړو هېوادونو مشترک ټیمونه به کار کوي ترڅو په لنډ راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل وشي.
رشید مُرَدوف زياته کړه، چې د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي.
هغه همدارنګه وویل، تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.
په دې یو ورځنیو کاري مذاکراتو کې د لاجوردو لارې په پراختیا هم خبرې وشوې او هوکړه وشوه، چې په نژدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پنځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.
هېره دې نه وي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په لوړه کچه پر اړوندو برخو ګډ کار ته ادامه ورکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د ګټو په برخه کې ستر عملي ګامونه پورته شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته