کابل/ د مرغومي٤مه / باختر
د بغلان د اندرابونو په ولسواليو کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى کم شوى دى . د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو ولسواليوکې هغه ښځې اونجونې چې د تاوتريخوالي له منفي پديدو لکه دبدو په بدل کې د هغوى ورکول، جبري اوله وخت څخه مخکې ودونه او له تحصيل او کارڅخه محرومې وي ټغر يې ټول شوى دى.
خيرالنسا چې د بريښنايي تذکرې د اخيستو په خاطر پلخمري ښار ته راغلې ده اوځان يې د بنو په ولسوالۍ کې د ښوونکې په توګه معرفي کړ د باختراژانس خبريال ته وويل؛ په وروستيو دوو لسيزو کې د ښځو د وضعيت ښه والى له هغې جملې څخه د تحصيل حق او د ګرځېدو او واده حق هغه لاسته راوړنې دي چې بايد ساتنه يې وشي.
هغې زياته کړه اوس د کليو ٩٠ سلنه نجونې زده کړې کوي.
پاى \ ذ