۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو خپلواک کميسيون : د رايو د باطلولو وروستى پړاو پاى ته ورسيد

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس وايي چې د انتخاباتو د دويم پړاو د رايو د پلټنې بهير نن پاى ته ورسيد.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د انتخاباتو د رايو د باطلولو د نهم پړاو په بشپړيدو سره د د راى ورکولو د (٤٠٥) محلونو له جملې څخه د (٢٧٦) محلونو رايې باطلې اعلام شوې او د ٧٦ نورو محلونو رايې د ورته لاسليکونو د شتون په دليل هم باطلې شوې دي.
ده وويل: د رايو د پلټنې نتيجې به نن ماښام او يا هم سبا د څيړنې په مقصد د انتخاباتي شکايتونوکميسيون ته وليږل شي.
د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې کميسيون ته د رايو د شمېرنو د نتيجو له سپارلو وروسته نوماندان حق لري تر ٢٤ ساعتونو پورې خپل شکايتونه په دغه کميسيون کې ثبت کړي او د انتخاباتي مرکزونو له خوا د شکايتونو له ليکلو وروسته د انتخاباتي شکايتونوکميسيون مکلف دى چې په ٤٨ ساعتونوکې شکايتونه وڅيړي او د خپلو څيړنو نتيجې دې د انتخاباتو د وروستيو نتيجو د اعلام په مقصد د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته وليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته