کابل/ د سلواغې ٢٧ / باختر
په جوزجان کې سلګونو تنو د افغانستان د شتمنيو په اړه د امريکا پر وروستي تصميم اعتراض وکړ.
مظاهره کوونکي چې يو شمېر یې صرافان او ملي سوداګر وو له امریکا څخه یې وغوښتل چې له ځنډ پرته د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي.
د شبرغان ښار يو صراف سيد داود وايي: دوى د افغانستان د کنګل شويو پيسو د آزادېدو او د جوبایډن وروستۍ پريکړه په کلکه غندي.
هغه زياته کړه که چېري جوبايډن پر خپل وروستي تصميم بیا کتنه ونه کړي د دوى اعتراض به هره ورځ دوام ولري.
هغه د جوزجان او د نورو ولايتو له خلکو وغوښتل چې د خپل حق اخیستو په خاطر له دوى سره همغږي او سړکونو ته را ووځي.
د شبرغان ښار يو بل صراف محمد کمال وويل: جوبايډن د افغانستان د خلکو پيسې بندې کړې دي او د هېواد د پيسو ارزښت يې راټيټ کړی دی.
هغه زياته کړه کنګل شوې پيسې د افغانستان د خلکو دي بايد له کوم قيد او شرط پرته د افغانستان خلکو ته وسپارل شي.
د شبرغان ښار يو ديني عالم سيد عبدالصمد چې د اعتراض کوونکو په ډله کې و، وويل: هغه پيسې چې امريکا غواړي د سپتمبر ۱۱ پېښې قربانيانو ته یې ورکړي د افغانستان د خلکو دي او دا کار د امریکا ښکاره غلا ده.
\ ج