امنیت

دیارلس طالبان په لوګرکې ونیول شول

کابل / د زمري ۱۹ / باختر
دیارلس طالبان نن د لوګر په حصارک کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړو عملیاتوکې ونیول شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: د لوګر په مرکزحصارک کې د ملي اردو په ځانګړو عملیاتوکې ۱۳ طالبان چې غوښتل په ماین او توغندي سره په خلکواو ټولګټوتاسیساتو برید وکړي، ونیول شول.
امان وویل: د ګازو یوه اندازه ډبی چې له هغه څخه په تروریستي عملونوکې کاراخیستل هم د کوماندویانولاس ته ورغلي دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته